ads

ولې بې غوري؟

په جلال اباد ښار کې د ننګرهار په ملي راډیو ټلوېزيون څه باندې يوه اوونۍ وړاندې د داعش وسله والو له لوري بريد ترسره شو او له شپږ ساعته نښتې وروسته د ۲۳ کسانو په مرګ ژوبلې پای ته ورسېد.

نویسنده: sarwan
10 غبرګولی 1396
ولې بې غوري؟

په جلال اباد ښار کې د ننګرهار په ملي راډیو ټلوېزيون څه باندې يوه اوونۍ وړاندې د داعش وسله والو له لوري بريد ترسره شو او له شپږ ساعته نښتې وروسته د ۲۳ کسانو په مرګ ژوبلې پای ته ورسېد.
که څه هم له دغه بريد يوه اوونۍ تېره شوه، خو تر دې مهاله هم د دغه بريد په تړاو شته پوښتنو ته قانع کوونکی ځواب نه دی ويل شوی.
پر ملي راډیو ټلوېزيون برید کې د دغه ادارې ټول تخنیکي او کاري وسایل له منځه تللي او اوس مهال یې خپرونې هم بندې دي.
د یادې ادارې کارکوونکي پر حکومت سخته نيوکه کوي او وايي، د برید په اړه ورته وړاندې ویل شوي، خو ولايتي او امنیتي ادارو یې مخه ونه نیوله.
د دې ترڅنګ ځیني مدني فعالان هم ولایتي او امنیتي ادارې په بې غورۍ تورنوي او وایي، چې داعش د ښار له څنډو اوس د ننګرهار د ولایت مقام په څو مترۍ کې بریدونه کوي، خو چارواکي لاس تر زنې ناست دي.
له بل لوري د ننګرهار ولایتي چارواکي که څه هم مني چې د دغه بريد په تړاو له وړاندې ورته خبر ورکړل شوی و خو وايي، دوی ته په څو دولتي بنسټونو د ډله يیزو بریدونو د ترسره کېدو خبر ورکړل شوی و.
د ننګرهار ملي راډیو ټلویزیون د تخنیک مدیر شفق الله اخلاص له کلید سره په خبرو کې وویل، دوی ته څو ورځې وړاندې ویل شوي و، چې پر دغې ادارې د برید پلان شته، خو پر دې سربېره يې هم ولایتي او امنیتي چارواکو مخه ونه نیوله.
نوموړي په ډیره تنده او قهرجنه لهجه والي او امنیه قومندان د دغې پیښې په نه مخنیوي تورن کړل: ((موږ ته یې درې ورځې وړاندې ویلي و، چې پر تاسې برید کېږي، خو بیا یې هم دې حکومت مخه ونه نیوله، که یوه ورځ یې عکس رانه شي بیا موږ پسې زنګونه وهي، خدای دې ورته هدایت وکړي، که نه زموږ له سره دې دا چارواکي خدای واخلي.))
په همدې حال کې له دغه برید د ننګرهار ملي راډیو ټلوېزيون يو شمېر پاتې شوي کارکوونکي چې هر شېبه ورباندې د قیامت په څیر تېره شوې وایي، هر څه یې په خپلو سترګو ولیدل او اوس هم ور باندې د ویرې څپه خوره ده.
دوی هم پر حکومت نیوکه کوي، چې ولې یې له خبرتیا وروسته هم د دغه برید مخه ونه نیوله.
د ملي راډیو ټلویزیون په ودانۍ کې له شپږ ساعته نښتې وروسته يو شمېر پاتې شوو کارکوونکو کلید ته د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ: ((زما نوم حاجي محمد جان دی زه پوه نه شوم بس یو درز شو او هر څه راباندې را پرېوتل، قیامت مې په خپلو سترګو ولید.))
دغه راز عبدالاحد صمدي وايي: ((نور مې څوک ونه لیدل، خو له درز سره مې ځان یوې خواته کړ او څو ساعته دغه بد حالت راباندې تېر شو.))
له بل لوري په دغه برید کې د راډیو ټلوېزیون شپږ بېلا بېل موټر هم تخریب شوي او ترڅنګ يې د راډیو ټلوېزیون شاوخوا مارکېټونو او هټیو ته هم ګڼ مالي زیانونه اوښتي.
په پښتونستان واټ کې ملي راډیو ټلویزیون ته څیرمه د یو شمېر مارکېټونو هټۍ وال وایي په لکونو افغانۍ زیان ورسېدلی او له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
دغه هټيوال وایي، یو حکومتي پلاوی د زیان معلومولو په هدف ورغلی و، خو تمه نه لري چې حکومت دې ټول زيانونه جبران کړي او له دوی سره دې مرسته وکړي: ((زه حاجي دادګل د حاجي ګل پلازا مالک یم، پروني برید کې موږ ته نېږدې یو میلیون افغانۍ زیان اوښتی، شیشې او د کړکیو چوکاټونه مو ټول مات شوي او نور مارکېټ هم په مرمیو لګېدلی دی.))
يو هټۍ وال نظيف الله وايي: ((دلته زموږ د دوکانونو دروازې ماتې شوې، شیشې ماتې شوې او شاوخوا ۳۰۰ زره افغانۍ زیان اوښتی.))
شېر شاهدي هم وایي: ((د یوه دوکان مالک یم. پروني برید کې له اویا ترسل زره افغانیو زیان رارسېدلی، شېشې مو ماتې شوې او یو کاریګر مو هم ټپي شوی.))
اخوا بیا د ننګرهار ملي راډیو ټلوېزیون امر امین الله زهیر کلید ته وویل، د دوی پر دفتر په ډله ییز برید کې د راډیو ټلوېزیون ټول ارشیف له منځه تللی او د ټلویزیون ودانۍهم ویجاړه شوې.
نوموړی وايي، سلګونه زره افغانۍ زیان یې لیدلی، خو د کره شمېرې په اړه لاهم کره معلومات ورسره نشته.
هغه وايي، په دغه برید کې د راډيو ټلوېزیون ټول اداري اسناد او فرش و ظرف هم زیان لیدلی؛ خو د اوښتي تاوان د کره شمېرو په اړه تر اوسه دقیق څه نه شي ویلای.
امین الله زهیر زیاتوي، د دغه برید د خبرداري سره سم یې امنیتي ځواکونو ته ویلي خو هغوی بیا په دغه برخه کې هېڅ هم ونه کړل: ((ارشیف ټول له منځه تللی، تخنیکي وسایل ټول په دغه جګړه کې له منځه تللي.))
خو د ننګرهار ولایتي چارواکي بیا د ښاریانو او خلکو د نیوکو په ځواب کې وایي، چې دوی ته په یوه وخت په څو دولتي ودانیو د برید خبر ورکړل شوی و او د دوی ټول ځواکونه په لومړی درجه احضاراتو کې و.
د ننګرهار والي ګلاب منګل وایي، د ملي امنیت له لوري د ملي راډيو ټلویزیون پر ودانۍ د برید په اړه دوی خبر شوي و او دوی هڅه وکړه چې د څلورو برید ګرو له لوري ترسره شوی دغه برید په لږ وخت او له زيان پرته پای ته ورسوي: ((که څه هم موږ له دغه بریده خبر وو، خو په يوه وخت په څو دولتي بنسټونو د بريد راپورونه راغلي وو.))
دا پــه داسـې حــال کــې د افغــان حکومت وسله والو مخالفينو تر دې وړاندې هم په لسګونو دولتي بنسټونو په همدې يو تکتیک بريدونه ترسره کړي خو تر دې مهاله هم حکومت نه دی توانېدلی د دغه بريدونو مخه ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA