ads

هلمند كې ۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند ولايت كې د افغان او بهرنيو ځواكونو هوايي او ځمكنيو عملياتو كې اوو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
10 غبرګولی 1396
هلمند كې ۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند ولايت كې د افغان او بهرنيو ځواكونو هوايي او ځمكنيو عملياتو كې اوو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات تېره شپه په سنګين ولسوالۍ كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، د عملياتو په مهال درې وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA