د كورنيو چارو وزارت وايي، چې نن سهار نږدې اته نيمې بجې د كابل ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند زنبق څلور لارې ته څېرمه چاودنه د موټر بم ځانمرګي بريد په پايله كې رامنځته شوې ده.
د كورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب الله دانش كليد ته وويل، چې تراوسه په دې پېښه كې ۵۰ تنه ټپيان شوي او ۳۰ عرادې نقليه وسايط تخريب شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي، چې تراوسه د پېښې له ځايه د كابل ښار روغتونونو ته ۶۵ ټپيان لېږدول شوي دي.
د کابل ښار د بېلابېلو سيمو يو شمېر اوسېدونكو كليد ته وويل، چې چاودنه دومره زوروره وه، چې د دوى د كورونو ښيښې يې ماتې كړې.
يوې امنيتي سرچينې كليد ته وويل، چې د دغه بريد هدف يو نظامي كمپ و.
تراوسه معلومه نه ده، چې دغه نظامي كمپ په افغانانو او كه بهرنيانو پورې تړاو لري.
د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.


