ads

د نورستان د نورګرام ولسوالۍ ځنګله کې اورلګېدنه دوام لري

له تېرو دوو ورځو راهيسې د نورستان ولايت د نورګرام ولسوالۍ ځنګله کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې، چې اوس هم دوام لري.

نویسنده: sarwan
10 غبرګولی 1396
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ ځنګله کې اورلګېدنه دوام لري
In order to stop the fire from getting out of control, forest rangers start their own fire. Olkhon island, 7/29/15

له تېرو دوو ورځو راهيسې د نورستان ولايت د نورګرام ولسوالۍ ځنګله کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې، چې اوس هم دوام لري.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم رسنيو ته وويل، اور د نورګرام ولسوالۍ په يوه لرې پرته دره کې بل شوى، چې که مخه يې و نه نيول شي، د ځنګل نورې برخې به هم د اور لمبو کې وسوځي.
په ورته وخت کې په نورستان کې ازاد خبريال خانزلي د نورګرام د ولسوال نعمت الله له قوله نن سهار کليد ته وويل، له تېرو دوو ورځو راهېسې اور په چټکۍ سره د ځنګل نورو سيمو ته خورېږي، چې تراوسه د سيمې خلک او حکومتي ادارې يې په کابو کولو کې پاتې راغلې دي.
خانزلي د نورګرام د ولسوال له قوله وايي، په سيمه کې د شپنو بې احتياطي د دې سبب شوې، چې په ځنګله کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شي.
په ختيځ کې نورستان او کونړ هغه ولايتونه دي، چې د نښترو پراخ ځنګلونه لري او ډېرى وخت يې ونې د ځايي خلكو له لوري د ارو او تبرونو ښکار ګرځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA