جمهور رئيس محمد اشرف غني په كابل ښار كې د نن سهار بريد په كلكه وغانده او وايي، تروريستان حتا د روژې په مبارکه مياشت كې، چې د خير، برکت او عبادت مياشت ده، د بېګناه وګړو وژنې نه بس کوي.
د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله ويل شوي، تروريستي ډلې، چې د اسلام په نوم خلک وژني او جنګي جنايتونه ترسره کوي، له ديني لارښوونو بې خبره دي.
د هغه په وينا، د هېواد مسلمان او روژه په خوله وګړي د دغو جنايتکاره تروريستي ډلو په ماهيت پوه دي او هېڅکله به اجازه ورنکړي، چې د زور، وېرې او وحشت له لارې خپله اراده پرې ومني.
جمهور رئيس غني زياتوي، دوى د نړۍ په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو تمه لري، چې د دغو تروريستي ډلو د ملاتړو په ضد له پخوا زيات فشارونه راولي او اجازه ورنکړي، چې له تروريزم څخه د هېوادونو په ضد د وسيلې په توګه کار واخلي.
بلخوا اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم د دې پېښې د غندلو ترڅنګ ويلي، هغه كسان، چې د روژې په مباركې مياشت كې افغانان وژني، هغوى سولې ته رابللو وړ نه دي، بايد له منځه يوړل شي.
په ورته وخت كې د كابل د عالمانو شورا مشر عبدالبصير حقاني له كليد سره خبرو كې ياده پېښه وغندله او زياته يې كړه، چې دا كار د اسلامي ارزښتونو خلاف دى.
اخوا د هند لومړي وزير نرېندرا مودي هم په کابل کې نننى بريد غندلى دى.
مودي پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې هنديان د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.
د نوموړي په خبره، ترهګر هېڅ مرز او پوله نه پېژني او خپلو ورانکارو فعاليتونو ته په ټولو برخو کې دوام وركوي.
په ورته وخت کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت هم دغه بريد غندلی او د خبرو له لارې يې د افغانستان د ستونزې پر سوله ييز حل ټينګار کړی.


