ads

د جمهور رئيس غني په مشرۍ د وسله‌ والو ځواکونو د اعلى سرقوماندانۍ غونډې جوړه شوه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېره ورځ په ارګ کې د وسله ‌والو ځواکونو د اعلى سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوه.

نویسنده: sarwan
10 غبرګولی 1396
د جمهور رئيس غني په مشرۍ د وسله‌ والو ځواکونو د اعلى سرقوماندانۍ غونډې جوړه شوه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېره ورځ په ارګ کې د وسله ‌والو ځواکونو د اعلى سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دغه غونډه کې د هېواد عمومي په ځانګړي ډول د غزني، زابل، کندهار، اروزګان، هلمند او بادغيس ولايتونو امنيتي وضعيت وارزول شو او د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو مسوولينو ته د يادو ولايتونو د امنيتي حالت د ښه‌ والي په هدف لازمې لارښوونې وشوې.
همدارنګه غونډه کې د روژې په مبارکه مياشت کې په ټول هېواد کې د امنيتي تدابيرو او هېوادوالو ته د ارامې او ډاډمنې فضا د ايجاد په اړه هم خبرې وشوې.
د وسله‌ والو ځواکونو د اعلى سرقوماندانۍ غونډې په هدفمندې او بريالۍ مبارزه کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او اتلولۍ وستايلې.
په دې غونډه کې يو ځل بيا د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو د وژل شوو او ټپيانو کورنيو ته د ښې رسيدګۍ په خاطر لازمې لارښوونې وشوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA