په هلمند ولايت كې د افغان او بهرنيو ځواكونو هوايي او ځمكنيو عملياتو كې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ په لوى باغ سيمه كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، د عملياتو په مهال امنيتي ځواكونو څلور ميله كلاشينكوفونه ترلاسه كړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


