ads

مسکو کې سخت باراني طوفان درانه زيانونه اړولي

د روسيې پايتخت مسکو کې د سخت باراني طوفان له كبله د مالي زيانونو ترڅنګ ۱۳ تنه وژل شوي او له پنځوسو زيات ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
9 غبرګولی 1396
مسکو کې سخت باراني طوفان درانه زيانونه اړولي

د روسيې پايتخت مسکو کې د سخت باراني طوفان له كبله د مالي زيانونو ترڅنګ ۱۳ تنه وژل شوي او له پنځوسو زيات ټپيان دي.
روسي رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې د دې طوفان له كبله د سړکونو پر غاړو لويې ونې له بېخه نړېدلي، د برېښنا مزي پرې شوي او د تګ راتګ لارې د مسافرو پر مخ تړل شوې دي.
خراب موسم په يو شمېر سيمو کې الوتنې هم ځنډولي او د رېل ګاډو تګ راتګ باندې هم د لنډ وخت لپاره بنديز لګول شوى دى.
د باران له كبله د سيندونو د اوبو د ممکنه پورته كېدو له وېرې له ساحلي سيمو د خلکو ايستل پيل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA