ads

محمد نسيم ساپی: د کاپيسا په بېلابېلو ښونځيو کې نږدې ۶۰۰ نوو ښوونکو ته اړتيا لرو

د کاپيسا د پوهنې رياست چارواکي وايي، سره له دې چې د تېرو کالونو په پرتله په کاپيسا کې د پوهنې پر وړاندې ګڼې ستونزې حل شوې دي، خو په نوموړي ولايت کې نږدې شپږ سوه نوو ښوونکو ته اړتيا ده، چې د کاپيسا په بېلابېلو ښونځيو کې جذب شي.

نویسنده: sarwan
9 غبرګولی 1396

د کاپيسا د پوهنې رييس محمد نسيم ساپی وايي، هر کال د دوی په ښونځيو کې نوي زده کوونکي او نوې څانګې جوړېږي، خو د ښوونکو د جذب او د اداري چارو د ښه والي په اړه يې ستونزې تر دې دمه نه دي حل شوي.
د نوموړي په وينا اوسمهال دوی د کاپيسا په بېلابېلو ښونځيو کې ګڼ شمېر مسلکي ښوونکو او اداري کارکونکو ته اړتيا لري، خو د يادې ستونزې د حل په موخه يې يو شمېر حق الزحمه کسان نيولي، چې په اداري او تدريسي بهير کې ترې کار اخلي.
نوموړی زياتوي: ((موږ د نظارت له ټيم سره يوه سروې وکړه، په هغې کې موږ شپږ سوه نوو ښوونکو ته اړتيا لرو، په دې کې ۶۸ ښوونځي دي، چې نه ملازم لري او نه هم د اجرايې مامور. هغه کسان مو چې حق الزحمه نيولي د هغوی بوديجه هر کال راټيټېږي يعنې تېر کال زموږ د حق الزحمه ښوونکو پيسې ۷۰ لکه افغانۍ وې، خو سږ کال د پوهنې وزارت له خوا پنځه دېرش لکو ته راټيټې شوي او د هر کال په تېرېدو سره ستونزې لا ډېرېږي)).
د يادونې وړ ده، چې د کاپيسا په يو شمېر سيمو کې ګڼ شمېر زده کوونکو د ښونځيو د ودانيو او د تدريسي کتابونو له نشتوالي شکايتونه کړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA