ads

د خوګياڼو ولسوال له ځانمرګي بريده روغ ووته

د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوال له یوه ځانمرګي بریده روغ وتلی او یواځې بریدګر وژل شوی دی.

نویسنده: sarwan
9 غبرګولی 1396
د خوګياڼو ولسوال له ځانمرګي بريده روغ ووته

د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوال له یوه ځانمرګي بریده روغ وتلی او یواځې بریدګر وژل شوی دی.
د خوګیاڼو ولسوال حاجي زلمي کلید ته وویل، چې نن له غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې د یادې ولسوالۍ د سرې قلا په سیمه کې خپلې دندې په لاره و، چې له موټر سره یې د یوه ځانمرګي موټر چاودنه شوې، چې پرمهال ده او ساتونکي ته یې هېڅ زیان نه دی اوښتی او یواځې برید ګر وژل شوی دی.
نوموړی وایي، په یاد برید د نږدې سیمو خلکو ته هم زیان نه دی اوښتی او اوس مهال په سیمه کې حالات تر کنټرول لاندې دي.
بل لور ته بیا له سیمې یو شمېر راپورنه وایي، چې په دغه ځانمرګي برید کې د نږدې کورونو د شیشو د ماتېدو له کبله دوه مېرمنې او  څلور ماشومان هم ټپیان شوي او اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
تر اوسه پورې د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA