ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئيس شکرالله عاطف مشعل نن له غرمې مخكې شاوخوا يوولس بجې د پاکستان د کرکټ بورډ له مسوولينو سره د وروستۍ ليدنې، د شپږيزه کرکټ ليګ او ځينو نورو مواردو په اړه خبري ناسته ولري.
بلخوا ارګ وايي، د افغانستان له کرکټ بورډ او په اسلام اباد كې له افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال څخه به له پاکستان سره د لوبو په اړه جزيات وغواړي.
د جمهور رئيس محمد اشرف غني د وياند مرستيال نجيب الله ازاد وويل، لوبې تراوسه لغوه شوې نه دي، دوى له کرکټ بورډ او اسلام اباد کې د افغانستان له سفير نه جزيات غواړي، بيا به د خلکو غبرګون ته په کتو په دې اړه پرېکړه کېږي.
که له يوې خوا له پاکستان سره د کرکټ د لوبو منتقدين زيات دي، له بلې خوا يې پلويان هم شته.
منتقدين يې وايي، پاکستان په افغانستان کې په روانه جګړه كې دخيل دی او بايد لوبې ورسره ونشي، خو پلويان يې بيا وايي، چې لوبه، لوبه ده او سياست، سياست دى او دا دواړه بايد سره جلا وي.


