ads

تاجکستان له افغانستانه ورپېښو امنيتي ګواښونو اندېښمن کړی

تاجکستان له افغانستان سره پر خپله ګډه پوله د ترهګريزو فعاليتونو پر زياتېدو اندېښه وښوده.

نویسنده: sarwan
9 غبرګولی 1396
تاجکستان له افغانستانه ورپېښو امنيتي ګواښونو اندېښمن کړی

تاجکستان له افغانستان سره پر خپله ګډه پوله د ترهګريزو فعاليتونو پر زياتېدو اندېښه وښوده.
د تاجکستان د سرحدي ځواكونو قوماندان رجبعلي رحمان علي په يو خبري کنفرانس کې وويل، د تاجکستان پولو ته څېرمه په کندوز، تخار او بدخشان کې د ترهګرو حضور د اندېښنې وړ دى او ځواکونه يې دا مهال د تيارسئ په حال کې دي، ترڅو د هر ډول احتمالي ګواښ ځواب ووايي.
دغه تاجکستاني جنرال زياته کړه، چې له افغانستان سره پر ګډه پوله د تروريزم ترڅنګ د نشه يي توکو د قاچاق مسئله هم موجوده ده.
د نوموړي په وينا، له تېرو څو مياشتو راهيسې يې له افغانستانه ور اوښتونکي اته تنه قاچاق وړونکي وژلي او پنځه يې ژوندي نيولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې روسيې هم تاجکستان سره پر ګډه پوله د ترهګريزو فعاليتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او په دې برخه کې يې له خپل ستراتېژيک ملګري تاجکستان سره د هر ډول مرستې وړانديز کړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA