د پوهنې وزارت وايي، په روان کال کې يې باميان ولايت کې له ١٥زرو زياتو کسانو ته، چې ډېرى يې ښځې دي، د ليک لوست د زده کړې زمينه برابره کړې ده.
د پوهنې وزارت د حياتي زده کړو د مرستيال سردار محمد رحيمي په خبره، سږ كال د باميان ولايت په شپږو ولسواليو کې د يونيسکو له لوري د ليک لوست د زده کړې ٩ مياشتنى پروګرام عملي کېږي.
هغه زياتوي، د دغه پروګرام له مخې ٣٥٠ کورسونه جوړ شوي، چې ١٠ زره او ٥٠٠ کسانو په کې ګډون کړى او شاوخوا پنځه زره نور كسان د پوهنې وزارت د ليک لوست د زده کړې په نورو کورسونو کې شامل دي، چې په ټوله کې له ١٥زرو زيات کسان په باميان كې د ليک لوست د زده کړې کورسونو کې شامل شوي دي.
رحيمي د دې په بيانولو سره، چې په كورسونو كې شامل کسان له ١٥ كلونو پورته عمر لري وويل، د پوهنې وزارت د خپلې شته بوديجې پر بنسټ د ټول هېواد په ١٢٠ ولسواليو کې د ليک لوست د زده کړې پروګرامونه پيل کړي دي.
د نوموړي په وينا، دا زده کوونکي له کورسونو څخه د درېيم ټولګي په سويه فارغېږي، خو که چېرې د زده كړې له دوام سره لېوالتيا ولري، د کورس له پاى ته رسېدو وروسته د حياتي ليک لوست زده کړې ښوونځي ته ور پېژندل کېږي او کولى شي خپلو درسونو ته دوام ورکړي.


