ads

د نجونو دیني مدرسې وتړل شوې

په غزني کې له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهیسې د وسله والو طالبانو له لوري د نجونو هغه دیني مدرسې تړل شوې، چې د ولسي خلکو په مالي مرسته ایجاد او په کلیو کې یې فعالیت کاوه.

نویسنده: sarwan
8 غبرګولی 1396
د نجونو دیني مدرسې وتړل شوې

په غزني کې له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهیسې د وسله والو طالبانو له لوري د نجونو هغه دیني مدرسې تړل شوې، چې د ولسي خلکو په مالي مرسته ایجاد او په کلیو کې یې فعالیت کاوه.
د غزني ولایت د مرکز اړوند ګودول آهنګران، امــیرمــحـمد خان کــلا او ځــیــنو نــورو سیــمو یو شمېر قومي مخورو د نوم نه خپرولو په شرط کلید ته وویل، چې یوه اوونۍ وړاندې د وسله والو طالبانو له لوري په سیمو کې شپې پاڼې خپرې شوې او په هغه کې يې د نجونو د دیني مدرسو د تړلو ګواښ کړی و. دوی وایي له همدې مودې راهیسې د غزني په کچه ټولې هغه ۲۷ مدرسې تړل شوې، چې نجونو پکې له ښځینه ښوونکو دیني زده کړې ترلاسه کولې.
دغه قومي مخور وایي، د غویي په ۲۱ مه د غزني ښار او ښار ته څېرمه سیمو قومي مخور او هغه دیني عالمان چې د ښځینه دیني مدرسو مسوولیت یې درلود، د وسله والو طالبانو له لوري منګور سيمې ته چې د دوی مرکز بلل کېږي، ورغوښتل شوي وو او هلته يې د دغه مدرسو د تړلو علت ورته بیان کړی وو. دوی ټينګار کړی وو چې له نارينه پرته له کوره د نجونو وتل د شریعت خلاف عمل دی: ((هغوی موږ ته وویل چې مدرسو ته نجونې له محرم پرته ځي، چې دا کار د شریعت خلاف دی، نو په دې اساس موږ هم کوم داسې دلیل نه درلود چې پر اساس يې دفاع وکړو، بالاخره ټولو د هغوی دې غوښتنې ته غاړه کېښوده او د نجونو مدرسې وتړل شوې.))
له بل لوري د غزني ولایتي شورا هم تايیدوي، چې د وسله والو طالبانو د ګواښ له کبله د غزني د مرکز په اړوندو کې د ګڼ شمېر هغو دیني مدرسو فعالیتونه درېدلي، چې نجونو به پکې زده کړې کولې. د ولایتي شورا منشي حسن رضا یوسفي کلید ته وویل، د نجونو د دیني مدرسو تړلو د دې ولایت پر ښځینه ښوونځیو هم منفي اغېز کړی او له کبله یې حتا ډیری نجونې د وسله والو له وېرې ښوونځیو ته له تګ ډډه کوي: ((مخکې به په یوه ټولګي کې ۵۰ زده کوونکې حاضرې، و اوس دغه شمېر دېرشو ته را ټیټ شوی.)) هغه وایي، د قومي مخورو په مرسته هلې ځلې روانې دي، څو په دې ولایت کې د ښځینه دیني مدرسو دروازې بېرته پرانېزي.
د غزني ولایت د پوهنې رييس محمد عابد عابد هم تايیدوي، چې د غزني ښار په اړوندو کې د نجونو هغه دیني مدرسې چې د خلکو لخوا جوړې شوې وې، د نامعلوم علت له کبله تړل شوې دي، خو ټینګار کوي، چې یادې مدرسې د پوهنې ریاست اړوند نه دي او نه هم له دوی سره رسمي بڼه لري: ((موږ ته هم معلومات راغلي، چې په کلیو کې د نجونو مدرسې د طالبانو لخوا تړل شوې، خو دا مدرسې نه زموږ اړوند دي او نه هم موږ سره راجستر دي.))
له بل لوري د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل وایي، په دې ولایت کې هېڅ دولتي او هغه خصوصي مدرسې، چې راجستر شوې وي، نه دي تړل شوې، نوموړي د هغو دیني مدرسو د تړل کېدو په اړه بې خبري وښوده چې د خلکو لخوا په کلیو کې جوړې شوې خو د فعالیت رسمي جواز نه لري: ((رسمي مدرسې نه دي تړل شوې، که غیر رسمي مدرسې، چې په جوماتونو او کورونو کې یې فعالیت کاوه، تړل شوې هم وي، موږ ته یې په اړه چا خبر نه دی راکړی او نه یې هم شکایت کړی.)) وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د يادولو ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د غزني ولایت د مرکز په اړوندو سیمو کې د وسله والو طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو تر تړلو وروسته، ولسي خلکو او سوداګرو په خپل شخصي لګښت نجونو ته ګڼ شمیر دینې مدرسې ورغولې، چې د ښځینه ښوونکو لخوا پکې زرګونه نجونې پر دیني زده کړو، د قرآنکریم په تجوید او حفظ بوختې وې خو اوس د دغو دیني مدرسو دروازې هم د دوی پر مخ وتړل شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA