ads

اروزګانيان: روژه کې دې جګړه ودرول شي

د اروزګان ولايت يو شمېر اوسېدونكي وايي، چې د روژې مباركې مياشتې په خاطر دې د جګړې ښکېلې غاړې له جګړې لاس واخلي او په خپلو کې دې سوله وکړي.

نویسنده: sarwan
8 غبرګولی 1396
اروزګانيان: روژه کې دې جګړه ودرول شي

د اروزګان ولايت يو شمېر اوسېدونكي وايي، چې د روژې مباركې مياشتې په خاطر دې د جګړې ښکېلې غاړې له جګړې لاس واخلي او په خپلو کې دې سوله وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې وسله وال طالبان د روژې په مياشت نه يوازې دا، چې د جګړې درېدل نه غواړي، بلکې ويلي يې دي، چې په روژه کې به د دوى بريدونه نور هم زور واخلي.
نن چې د روژې درېيمه ده، يو شمېر اروزګانيان وايي، چې هر څوک بايد د روژې احترام وساتي او په ښه توګه يې ونيسي.
د دوى په خبره، هر څوک دې تر خپله وسه له بې وسو او غريبو کسانو سره مرستې وکړي، ترڅو د ثواب تله يې درنه شي.
د يادونې وړ ده، چې د روژې مياشتې په رارسېدو سره جمهور رئيس محمد اشرف غني هم له وسله والو مخالفينو د سولې غوښتنه کړې وه او مالداره خلك يې له بېوزلو کسانو سره مرستې ته رابللي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA