ads

فيليپين کې د پوځ او وسله والو ترمنځ نښتې دوام لري

د فيليپين په يو شمېر ښارونو کې د پوځ او وسله والو ترمنځ، چې له داعش ډلې سره يې د تړاو راپورونه ورکول کېږي، سختې نښتې دوام لري.

نویسنده: sarwan
7 غبرګولی 1396
فيليپين کې د پوځ او وسله والو ترمنځ نښتې دوام لري

د فيليپين په يو شمېر ښارونو کې د پوځ او وسله والو ترمنځ، چې له داعش ډلې سره يې د تړاو راپورونه ورکول کېږي، سختې نښتې دوام لري.
پوځي چارواکو ويلي، چې د محاصره شوي ښار ماراوي په جنوبي برخو کې يې د وسله والو پټنځايونه په نښه کړي دي.
بايد ياده شي، چې د فيليپين په جنوب کې د ماراوي ښار اکثره اوسېدونکي مسلمانان دي، چې د تېرې چهار شنبې په ورځ له داعش سره د همکارو وسله والو په لاس يې سقوط وکړ.
د فيليپين د پوځ لوى درستيز ويلي، چې د ياد ښار بېرته نيولو لپاره به خپل ټول ځواك وکاروي.
په لومړي سر کې د فيليپين حکومت په يو شمېر ښارونو کې د خراب امنيتي وضعيت له کبله پوځي حالت اعلان کړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA