د هلمند ولايتي چارواكي په سنګين ولسوالۍ كې ۱۳ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كوي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه نن كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، تېره ورځ وسله والو طالبانو د سنګين ولسوالۍ پر يو شمېر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول او د نښتې په ترڅ کې اووه طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دې نښته کې د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول او پر مرګ ژوبلې سربېره يې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه کومانډو ځواکونو د ګرمسېر ولسوالۍ دروېشان سيمه کې ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر په خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د دغو عملياتو په ترڅ كې يو عراده ډاټسن موټر، يو عراده موټر سايکل، شل کړۍ د پرسونل ضد ماينونه، لس عدده د کلاشينکوف شاجورونه، ۸۰ جوړې برقي تغذيه، چې په ماينونو کې ترې کار اخيستل کېږي او ګڼ شمېر نور مهمات د کومانډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


