د کابل ګارنيزيون لوى قوماندان د قره باغ امنيتي وضعيت وارزاوه
د کابل ګارنيزيون لوى قوماندان د قره باغ ولسوالۍ امنيتي وضعيت له نږدې څخه وڅېړه.
د کابل ګارنيزيون عمومي قوماندانۍ څخه نن خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د دې ګارنيزيون لوى قوماندان پوهنيار ډګرجنرال ګل نبي احمدزي، چې د کابل د امنيتي ټيم مسوولينو ورسره ملګرتيا کوله، د قره باغ ولسوالۍ امنيتي مسوولينو، ديني عالمانو او قومي مشرانو سره وليدل.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed