ads

د کابل ګارنيزيون لوى قوماندان د قره باغ امنيتي وضعيت وارزاوه

د کابل ګارنيزيون لوى قوماندان د قره باغ ولسوالۍ امنيتي وضعيت له نږدې څخه وڅېړه.
د کابل ګارنيزيون عمومي قوماندانۍ څخه نن خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د دې ګارنيزيون لوى قوماندان پوهنيار ډګرجنرال ګل نبي احمدزي، چې د کابل د امنيتي ټيم مسوولينو ورسره ملګرتيا کوله، د قره باغ ولسوالۍ امنيتي مسوولينو، ديني عالمانو او قومي مشرانو سره وليدل.

نویسنده: sarwan
7 غبرګولی 1396

د دې ليدنې په مهال د يادې ولسوالۍ د عالمانو شورا رئيس او قومي مشران په قرباغ کې د ښه امنيت د ټينګښت په هدف پر نامسووله وسله والو كسانو د بنديز لګولو، د پوليسو د شمېر د زياتېدو او له ولسونو سره د امنيتي ارګانونو د همغږۍ غوښتونکي شول.
بلخوا د کابل ګارنيزيون لوى قوماندان وويل، چې په قره باغ ولسوالۍ کې د ښه امنيت ټينګښت په ولسونو پورې اړه لري.
د ګل نبي احمدزي په وينا، د دې ولسوالۍ ټول قومونه دې په يووالي سره د خپلو كليو او ولسوالۍ د امنيت لپاره له امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي، ترڅو په قره باغ كې ښه امنيت ټينګ او پرمختيايي پروژې په كې پلې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA