ads

د سپين بولدک ـ چمن لار پرانيستل شوه

د سپين بولدک او چمن ترمنځ دروازه پرون ماسپښين د هر ‌‌‌‌‌‌ډول تګ راتګ لپاره له اوږده ځنډ وروسته پرانيستل شوه.

نویسنده: sarwan
7 غبرګولی 1396
د سپين بولدک ـ چمن لار پرانيستل شوه

د سپين بولدک او چمن ترمنځ دروازه پرون ماسپښين د هر ‌‌‌‌‌‌ډول تګ راتګ لپاره له اوږده ځنډ وروسته پرانيستل شوه.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه دروازه يې د روژې مياشتې د درناوي او افغان حکومت په غوښتنه بېرته پرانيستې ده.
دا لار نږدې يوه مياشت وړاندې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ کرښه تر نښتې وروسته تړل شوې وه.
د وېش دروازې دواړو غاړو ته تلونکي او راتلونکي وګړي او سوداګر د دروازې پر پرانيستلو خوشاله دي.
د کندهار د سپين بولدک ولسوال سيد علي کليد ته وويل، چې دغه دروازه پرون ماسپښين نږدې درې بجې خلاصه شوه او خلكو تګ راتګ پرې پيل کړ.
د ولسوال په وينا، تر دې مهاله زرګونو كسانو پر يادې لارې تګ راتګ كړى او لا هم خلك را روان دي.
سيد علي زياته كړه، د دروازې له خلاصېدو سره سم هغه باروړونکي موټرونه هم تر دروازې را واوښتل، چې د پاکستان په خاوره کې بند پاتې وو.
افغان حکومت هم د وېش دروازې د بيا پرانيستلو پخلى کړى، خو دا يې نه دي ويلي، چې د کومو شرطونو پر بنسټ دغه دروازه پرانيستل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA