د يمن حوثي وسله والو ادعا كړې، چې نن سهار يې په بېلابېلو نښتو کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو اته تنه وژلي او زيات مالي زيان يې هم ور اړولى دى.
حوثي وسله والو په خپره کړې خبرپاڼه كې ويلي، چې پنځه تنه يې په مارب ولايت کې د مخامخ نښتې په ترڅ کې وژلي دي.
دوى همدارنګه ادعا كړې، چې نن سهار يې له سعودي عربستان سره پر ګډه پوله عسير سيمه کې درې ايتلافي سرتېري ووژل.
بلخوا د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلافي ځواکونو په يمن کې د حوثي وسله والو د نظامي مرکزونو د له منځه وړلو خبر وركړى او د ګڼو حوثي وسله والو د وژلو ادعا يې هم كړې ده.
له حوثي وسله والو سره د ايران ملاتړ موجود دى او د پخواني جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي له وسله والو سره بيا د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلافي ځواکونه مرسته كوي.


