ads

د افغانستان او پاکستان بېلابېلې کرکټ لوبډلې يو بل سره لوبې کوي

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رئيس شکرالله عاطف مشعل په مشرۍ د دې ادارې پلاوي د شنبې په ورځ د پاکستان کرکټ بورډ له عمومي رئيس شهريار خان او د اجرائيه کمېټې مشر نجم سيټي سره په لاهور ښار کې رسمي ناسته درلوده، چې په پايله کې يې دواړه لوري د دواړو هېوادونو په کچه د کرکټ د ودې لپاره د يو شمېر مواردو په اړه هوکړې ته ورسېدل.

نویسنده: sarwan
7 غبرګولی 1396

د افغانستان د كركټ بورډ مطبوعاتي دفتر وايي، په نږدې راتلونکې کې د افغانستان او پاكستان د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ دوه دوستانه شل اوريزې سيالۍ، چې د دواړو هېوادونو په کوربه توب به ترسره کېږي، د دواړو هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه طرفه سياليو لړۍ، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډلې لپاره د تمريناتي کمپ تنظيمول، چې په پايله کې به يې د دواړو هېوادونو د ملي نولس کلنو لوبډلو ترمنځ د دوه طرفه سياليو لړۍ هم ترسره شي، په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو د الف لوبډلو ترمنځ د دوه طرفه سياليو لړۍ، په راتلونکې کې د افغانستان او پاكستان د شپاړلس کلنو لوبډلو ترمنځ د دوه طرفه سياليو لړۍ او ځينې نور موارد هغه څه دي، چې د افغانستان او د پاکستان د کرکټ ادارې يې په اړه هوكړې ته ورسېدې.
د افغانستان د كرکټ بورډ عمومي رئيس شکرالله عاطف مشعل ويلي، سپورټ بايد له سياست څخه اغېزمن نه شي او په خبره يې، دوى د کرکټ له ټولو ادارو سره ښو اړيکو ته ژمن دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA