د کاپيسا د کليو پراختيا رياست وايي، د هغو پروژو مسوولين دې قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي چې د حکومت وسله والو مخالفينو ته پيسې ورکوي.
د دغه رياست چارواکي وايي، دوی د کاپیسا په بېلابېلو ولسوالیو کې د کلیو په کچه وړې پرمختيايي شوراګانې لري، چې د هرې پروژې د پلي کېدو ډیری چارې په سیمه کې د دوی له خوا ترسره کېږي.
د کاپیسا د کلیو او پراختیا رییس حیات الله فرهنګ د کاپیسا په یو شمېر ناامنو سیمو کې د پروژو په پلي کېدو کې د زورواکو له خوا یو شمېر ستونزې تاییدوي او د کاپیسا له والي او نورو اړوندو ادارو غواړي که چېرې د کلیو او پراختیا ریاست یا د نورو ادارو د پروژو د لارې وسله وال یو شمېر پیسې اخلي، باید اسناد یې ښکاره او مسولین یې عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
د نوموړي په خبره، له څو کلونو راهيسې د دغه ولایت په ناامنه ولسوالۍ اله سای کې پرمختايي پروژې په ټپه ولاړې دي.
د يادولو ده چې د کاپیسا د یو شمېر نا امنو سیمو اوسېدونکو په ځلونو په دې تړاو شکایتونه کړي چې په ناامنو سيمو کې د حکومت وسله وال مخالفين له پروژو باج تر لاسه کوي او يو شمېر پيسې زورواکو ته هم ورکول کېږي. خو تر دې مهاله د دغه چارې د مخنيوي په برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


