ads

په اچين کې د داعش ډلې او ولسي خلکو تر منځ نښته کې ۱۵ داعشیان وژل شوي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې د ولسي خلکو او داعش وسله والو ترمنځ په نښته کې ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
6 غبرګولی 1396
په اچين کې د داعش ډلې او ولسي خلکو تر منځ نښته کې ۱۵ داعشیان وژل شوي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې د ولسي خلکو او داعش وسله والو ترمنځ په نښته کې ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د اچين ولسوالۍ په وچ کوټ سيمه کې داعش وسله والو د يوه قومي مشر ملک بهرام ګل په کور بريدونه وکړل، چې د سيمې د خلکو له کلک مقامت سره مخ شول او پر مهال  يې ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي او لسګونه نور يې ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، په دغه نښته کې د يوې ميرمنې په ګډون شپږ ملکي وګړي هم وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.
سرچينه وايي سيمې ته يې د مرستې لپاره فغان ځواکونه لېږلي او اوسمهال وضعيت د ډاډ وړ دی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
له بل لوري بيا د سيمې خلک وايي چې ددغه نښتې تر پايه حکومت د ولسي خلکو هېڅ ډول ملاتړ ونه کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA