ads

د شاولي کوټ بريد کې د ملي اردو ۲۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار په شاوالي کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر قرارګاه د وسلوالو طالبانو په بريد کې د ملي اردو ۲۵ سرتېرو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
6 غبرګولی 1396
د شاولي کوټ بريد کې د ملي اردو ۲۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار په شاوالي کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر قرارګاه د وسلوالو طالبانو په بريد کې د ملي اردو ۲۵ سرتېرو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره پنجشنبه د شپې ناوخته ګڼو وسلوالو د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د زنګيتان په سيمه کې د ملي اردو پر قرارګاه ډله ييز بريد وکړ.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو يوتن مطبوعاتي مسئول محمد صادق کليد ته وويل چې د وسلوالو په دغه بريد کې د ملي اردو سر تېري وژل شوي او ۱۰ تنه ټپيان دي.
محمد صادق وايي چې په دغه نښتو کې ګڼو وسلوالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده چې د دوی سره يې تر دې مهاله دقيق ارقام نشته.
د افغانستان دفاع وزارت هم د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوې قرارګاه د وسله والو طالبانو په بريد کې د پنځلسو سرتېرو وژل کېدل تاييدوي، خو يوې باوري سرچينې رسنيو ته ويلي چې په دغه بريد کې چې د وسله‌ والو طالبانو سرې قطعې او شاوخوا زرو وسله والو پکې برخه لرله د ملي اردو ۵۹ سرتېري وژل شوي، ۱۲ ټپيان شوي او شاوخوا شپږ سرتېري يې ژوندي له ځان سره بېولي دي.
سرچينه زياتوي چې وسله وال طالبان د جمعې تر سهاره پر دغه قرارګاه وجنګېدل او د سرتېرو وسلې مهمات او نور پوځي وسايط يې هم له ځان سره وړي دي.
د دې حملې مسؤليت وسله والو طالبانو منلی او د لسګونو سرتېرو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعا کوي.
دا په تېره يوه اوونۍ کې د کندهار په شاه وليکوټ کې د ملي اردو پر سرتېرو د وسله والو طالبانو دويم بريد دی. تر دې مخکې هم د وسله والو طالبانو سرې قطعې چي ځانګړې وسلې او د شپې دوربينونه لري، د شاوخوا زرو وسله والو په ملتيا بريد وکړ او شاوخوا ۱۵ سرتېري يې ووژل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA