ads

خوست کې موټر بم بريد ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د خوست ښار په جنوب ختيځه برخه کې د کمپاين يا KPF امريکايي ځانګړو ځواکونو پر تم ځای موټر بم ځانمرګی بريد شوی.

نویسنده: ISMAT MAYAR
6 غبرګولی 1396
خوست کې موټر بم بريد ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د خوست ښار په جنوب ختيځه برخه کې د کمپاين يا KPF  امريکايي ځانګړو ځواکونو پر تم ځای موټر بم ځانمرګی بريد شوی.

د عامې روغتيا سرپرست ريس ګل محمد دين محمدي وايي، چې د پېښې ځای کې څوارلس جسدونه او اته تنه ټپيان موندل شوي دي.

د خوست امنيه قومندان جنرال فيض الله غيرت د پېښې د پخلي ترڅنک وايي، چې تر لسو پورې کسان وژل شوي.

امنيه قومندان غيرت هم د ټپي شوو شمېر اته تنه ښيي، دده په خبره چې دوه له هغې يې ماشومان دي.

فيض الله غيرت وايي، تر اوسه دا نده معلومه چې څو نفر ملکي او څو نظامي دي.

پېښې ته په نيم کيلو مټرۍ کې د هوټلونو او دوکانونو ښيښې هم ماتې شوې دي.

بلخوا د کورنيو چارو وزرات وياند پر ټوېټر پاڼه په پېښه کې وژل شوي اتلس او  زخميان شپږ ښيي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د پېښې مسوليت نه دی اخيستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA