ads

کندوز ښار باندې وسله والو توغندويي بريدونه کړي

د کندوز ولايت په ښار کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
4 غبرګولی 1396
کندوز ښار باندې وسله والو توغندويي بريدونه کړي

د کندوز ولايت په ښار کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې وسله والو طالبانو په کندوز ښار باندې پرله پسې ۸ هاوانونه توغولي دي، چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې لګېدلي او یو هاوان یې د شېرخان په مرکزي لېسه کې لګېدلی، چې یو تن زده کوونکی یې وژلی او ۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د ياد ولایت د حوزوي روغتون ریس ډاکټر محمد نعیم منګل وایي، چې تراوسه پورې ۱۱ تنه ملکي وګړي روغتون ته وروړل شوي، چې یو تن ماشوم په کې وژل شوی او پاتې ۱۰ تنه نور یې ټپیان دي.
په ورته وخت کې د کندوز ولایت د والي ویاند سید محمود دانش هم پېښه تايیدوي او زیاتوي له کومې سیمې چې هاوانونه توغول شوي، هماغه سیمه د ځانګړو ځواکونو لخوا پېژندل شوې او ژر به د هوایي بریدونو لاندې ونیول شوي.
په ښار باندې د هاوانونو توغول د مدني ټولنو غبرګون له ځان سره درلود د کندوز مدني فعالان وایي، چې دولت باید د ملکي وګړو لپاره د هوسا ژوند زمینه برابره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA