ads

ډنمارك له ننګرهار سره په بېلابېلو برخو كې مرسته كوي

په افغانستان کې د ډنمارک سفير د ننګرهار والي سره د ليدنې په مهال ژمنه وکړه، چې په دې ولايت کې به په بېلابېلو برخو كې اوږدمهاله مرستې وكړي .

نویسنده: sarwan
3 غبرګولی 1396
ډنمارك له ننګرهار سره په بېلابېلو برخو كې مرسته كوي

په افغانستان کې د ډنمارک سفير د ننګرهار والي سره د ليدنې په مهال ژمنه وکړه، چې په دې ولايت کې به په بېلابېلو برخو كې اوږدمهاله مرستې وكړي .
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې دا ليدنه تېره ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ډنمارك له سفير شن چارلس ايلرمن کينګ اومبي څخه په ياد ولايت كې له کډوالۍ راستنو شوو کورنيو سره په بېلابېلو برخو کې، د دوى اولادونو ته د زده کړو زمينې برابرولو او همدا راز داخلي بې ځايه شوو کورنيو په ځانګړي ډول د شينوارو ولسواليو جګړه ځپلو کورنيو سره د مرستو او همکارۍ غوښتنه وکړه .
اومبي وويل، ننګرهار ته يې د سفر هدف هلته د سياسي، اقتصادي، ټولنيز او نورو برخو د وضعيت په اړه پوهاوى ترلاسه کول دي .
نوموړي ژمنه وکړه، چې په ننګرهار كې به د پوهنې، کډوالو او کرنې او مالدارۍ برخه کې اوږد مهاله مرستې وكړي.
د دې ليدنې په مهال دواړو مسوولينو د ننګرهار پر سرحدي، سياسي او اقتصادي وضعيت هم بحث او خبرې وکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA