هلمند کې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو په هوايي او ځمكنيو عملياتو كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات تېره شپه د سنګين ولسوالۍ په شكرشيلي سيمه كې ترسره شوي دي.