د غزني د پوهنې رياست يو کاركوونكى ووژل شو

د غزني د پوهنې رياست يو کاركوونكى په يوه بمي چاودنه كې وژل شوى دى.
د غزني د پوهنې رئيس محمد عابد عابد له کليد سره په خبرو کې وويل، نن سهار شاوخوا لس بجې د دوى د يو كاركوونكي سخي شېرزاد پر موټر ماين چاودنه کړې، چې يوازې دغه کس په کې وژل شوى او نور چا ته زيان نه دى رسېدلى.