ads

د جاني خېل پېښې له قربانیانو سره مرسته وشوه

د پکتيکا ولايت د جاني خېل ولسوالۍ د پېښې قربانيانو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
دا مرسته د اجرائيه رياست له لوري ۲۴ تنو ته ووېشل شوه.
په پېښه کې هر ټپي ته پنځوس زره او د هر وژل شوي كس وارث ته سل زره افغانۍ وركړل شوې.

نویسنده: sarwan
3 غبرګولی 1396
د جاني خېل پېښې له قربانیانو سره مرسته وشوه

د پکتيکا ولايت د جاني خېل ولسوالۍ د پېښې قربانيانو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
دا مرسته د اجرائيه رياست له لوري ۲۴ تنو ته ووېشل شوه.
په پېښه کې هر ټپي ته پنځوس زره او د هر وژل شوي كس وارث ته سل زره افغانۍ وركړل شوې.
له کابل څخه د اجرائیه ریاست له لوري څو کسیز پلاوی پکتیکا ته راغلی و، چې د دې پېښې له قربانيانو سره یې پر غمرازي شریکولو سربېره پر دوی نغدي مرستې هم ووېشلې.
د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سلاکارعتیق الله ارګوني وویل چې یادې مرستې د دوی د درد دوا نه شي کېدای او دا یوازې له دوی سره د خواخوږۍ شریکول دي.
ده هیله وښودله، چې نور په افغانستان کې افغان وژنه او زورونه بنده او تلپاتي سوله رامنځته شي.
په دې پېښه کې یو ټپي شوى کس له ولایتي ادارې او مرکزي دولت څخه د مننې ترڅنګ په جنګ کې له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې د نښتو په مهال دې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وشي.
د جاني خېل ولسوالۍ قومي مشر ملک ظاهر یاده او دې ته ورته پېښې چې عامو وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوړي، په کلکو ټکو غندي، خو نوموړی یې پړه تر ډېره پر وسله والو ډلو وراچوي.
دى زیاتوي، وسله وال طالبان او نورې دولت ضد وسله والې ډلې په عامو لارو کې یا ماینونه ځای پر ځای کوي، چې ډېری وخت یې قربانیان هم ملکي خلک وي او یا هم له افغان امنیتي ځواکونو سره له ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه کې نښتې کوي او عام ولس ته په کې مرګ ژوبله اوړي.
شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ بازار په پښتونستان څلورلارې کې په یوه موټرسایکل بم چاودنه کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، چې له ډلې یې درې عام وګړي وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA