ads

هرات کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي

په هرات ولايت کې د امنيتي ځواکونو د تصفيوي عملياتو په ترڅ كې اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
2 غبرګولی 1396
هرات کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي

په هرات ولايت کې د امنيتي ځواکونو د تصفيوي عملياتو په ترڅ كې اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده کليد ته وويل، دا عمليات د ګډو امنيتي ځواكونو له لوري د ياد ولايت په کشک کهنه ولسوالۍ کې ترسره شوي، چې په کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د وليزاده په وينا، د عملياتو په مهال دوه ميله پيكاوې، يو ميل كلاشينكوف، دوه پايې مخابرې او پنځه موټر سايكلونه د امنيتي ځواكونو لاس ته ورغلي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې په دغو عملياتو كې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه ‏‏نه دي وويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA