په هرات ولایت کې نن سه شنبه د جوزا دويمه د زرګونو له دولسم ټولګيو فارغينو د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
د لوړو زده کړو وزرات د کانکور د ازموینو مشر احمد جاوېد رسولي وایي، په ۱۳۹۶ کال کي ۱۳۶۶۲ تنو له دولسم ټولګي فارغ شوي نارینه او ښځینه زده کوونکو ګډون کړی تر څو لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي.
د احمد جاوېد رسولي په وینا، له یاد شمېر څخه ۷۴۲۲ تنه ښځینه زده کوونکې دي، چې د سږ کال کانکور په ازموینه کې يې ګډون کړی.
رسولي زياتوي، له دغو زده کوونکو يوازې ۴۶۰۰ زده کوونکي به لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي.
د هرات د پوهنتون مسوولین وایي، تېر کال ۱۴۰۰۰ تنو نارینه او ښځینه زده کوونکو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی وو، خو یوازې ۲۵۰۰ تنه لوړو زده کړو ته لاړه پیدا کړه.
په هرات ولایت کې به د کانکور ازموینې دا لړۍ درې ورځې دوام لري.


