ads

غور ولایت کې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غور ولايت کې د امنيتي ځواکونو د شپږم خالد عزم په نوم، عملياتو کې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
2 غبرګولی 1396
غور ولایت کې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غور ولايت کې د امنيتي ځواکونو د شپږم خالد عزم په نوم، عملياتو کې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي کليد ته وويل، د ياد ولايت په شهرک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر خلاف عمليات دوام لري، او تر اوسه ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور تپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، د شپږم خالدعزم په نوم عمليات درې ورځې مخکې د شهرک په ولسوالۍ کې پيل شوي او تر اوسه ۱۰ کلي د وسله والو طالبانو له شتون نه پاک شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د دې ولسوالۍ، د ولسوال په ګډون د يوه ښخ شوي ماين په چاودنه کې د امنيتي ځواکو شپږ تنه تپيان او درې نور ووژل شوه.‏‏‏

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA