ads

جلال اباد کې ۳۲ ټنه بې كيفيته او تاريخ تېره توكي وسوځول شول

د ننګرهار ولايتي چارواکي په دې ولايت کې د ۳۲ ټنو بې کيفيته او تاريخ تېرو توکو د سوځولو خبر ورکوي.

نویسنده: sarwan
2 غبرګولی 1396
جلال اباد کې ۳۲ ټنه بې كيفيته او تاريخ تېره توكي وسوځول شول

د ننګرهار ولايتي چارواکي په دې ولايت کې د ۳۲ ټنو بې کيفيته او تاريخ تېرو توکو د سوځولو خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي نن کليد ته وويل، د ګمرک ادارې له لوري د تېرو پنځو کلونو په موده کې نيول شوي تاريخ تېري او بې کيفيته توکي وسوځول شول .
نوموړي زياته کړه، ۳۲ ټنه تاريخ تېري او بې کيفيته درمل او خوراکي توکي د ګمرک ادارې د منسوبينو لخوا د پلټنو په مهال نيول شوي وو.
د خوګياڼي په خبره، ياد توکي د جلال اباد ښار اړوند فارم هډې سيمه کې د يو شمېر مسوولينو په حضور كې وسوځول شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د جلال اباد ښاريانو تل له ولايتي ادارې غوښتي، چې ښار ته د بې کيفيته او تاريخ تېرو توکو د داخلېدو مخه ونيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA