سيمه ييز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د بادغيس ولايت د قادس ولسوالۍ اړوند د دره بوم سيمې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي.
د بادغيس ولايت د والي وياند ظاهر بهاند کلید وویل، په دې جګره کې د پولیسو یوه پوسته د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوې ده.
د باغیس د والي ویاند دا هم وویل، چې په بريد کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو شمېره يې په لاس کې نه لري.
هغه وايي، طالبان دره بوم بازار ته نږدې شوي، خو سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي اوهڅه کېږي، طالبان شا تګ ته اړ کړي.
بهاند زياتوي، جګړه اوس هم په شدت سره روانه ده.
له بل لوري قاري یوسف احمدي، چې ځان د بادغیس د طالبانو ویاند معرفي کوي، ځینو رسنیو ته وویلي، دره بوم بازار نن سهار پنځه بجې دوى نيولی او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د دوى لاس ته لوېدلي دي.


