د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، کوز کونړ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او سیمه ییزو پولیسو په نښته کې د یوه قومندان په ګډون۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې تېره شپه د کوز کونړ ولسوالۍ د بوډیالۍ په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو وسله والو طالبانو بریدونه کړي، چې د نښتې پرمهال د یوه قومندان په ګډون ۵ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
نوموړی وایي، په ياده نښته کې سیمه ییزو پولیسو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
بل لورته بیا له سیمې یو شمېر سرچینو کلید ته د نوم او غږ نه خپراوي په شرط وویل، چې د تېرې شپې په نښته کې ۴ سیمه ییز پولیس هم ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


