ads

پکتیکا کې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، تېره شپه د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او سیمه ییزو پولیسو ترمنځ په نښته کې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
1 غبرګولی 1396
پکتیکا کې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وايي، تېره شپه د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او سیمه ییزو پولیسو ترمنځ په نښته کې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیکا د والي ویاند محمد الرحمن ایاز په دې اړه کلید ته وویل، تېره شپه شاوخوا دوه بجې د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو په دوو پوستو وسله والو طالبانو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي، چې د وژل شویو جسدونه د جګړې په سیمه کې پاتې‌ دي.
اياز زياتوي، په دغه برید کې تر سلو ډېرو وسله والو طالبانو برخه اخیستې وه.
د سرچینې په خبره، امنیتي ځواکونو له برید وړاندې معلومات ترلاسه کړي وو او وسله والو طالبانو ته یې کمینونه نیولي وو.
نوموړی وايي، له وسله والو طالبانو ۱۶ کړۍ بېلابېل ماینونه، دوه د راکټ مرمۍ او یو شمېر نور جنګي مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د والي ویاند همدا راز زیاته کړه، چې په یاد برید کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د پکتیکا ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنخ د زیاتو نښتو خبرونه ورکول کېږي، چې دواړه لوري په کې یو بل ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعاوې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA