ads

د پکتیا درېیو ولسوالیو کې امنیت شته، خو پروژې نه دي پلې شوې

د پکـتيا د ښواک، ګـردې څېړۍ او وزې ځدراڼو قومي مخورو، مشرانو او ځوانانو په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د خپلو سيمو د امنيت د خوندیتوب او له امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ غونډه وکـړه، دوی ژمنه وکړه چې په خپلو سیمو کې به وسله وال نه پریږدي.

نویسنده: sarwan
1 غبرګولی 1396
د پکتیا درېیو ولسوالیو کې امنیت شته، خو پروژې نه دي پلې شوې

د پکـتيا د ښواک، ګـردې څېړۍ او وزې ځدراڼو قومي مخورو، مشرانو او ځوانانو په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د خپلو سيمو د امنيت د خوندیتوب او له امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ غونډه وکـړه، دوی ژمنه وکړه چې په خپلو سیمو کې به وسله وال نه پریږدي.
له بل لوري د دغه ولسوالیو خلک وايي، که څه هم له حکومت سره د امنیت په ټينګښت کې همکار دي، خو د حکومت له لوري په دغه سيمه کې پروژې نه دي پلې شوې.
د ځدراڼو قومي مشر او په ولسي جرګه کې د پکـتيا پخوانی استازی پاچا خان ځدراڼ، چې دا غونډه يې هم رابللې وه، رسنیو ته وویل د ځدراڼو سيمو د امنيت لپاره به د هرې سيمې مېشت خلک قومي ساتونکي ګماري او خپل کـور، کلی به ساتي: ((د سیمې اوسېدونکي به د خپلو سیمو امنیت خوندي کوي، په خپلو سیمو کې به وسله وال فعالیت ته نه پریږدي او له سیمو به یی شړي.))
د ځدران مېشتو ولسوالیو ځوانان د خپلو سیمو د امنیت د خوندیتوب او د ناقونه وسله والو د مخنیوي ډاډ ورکوي، دوی وایي، په نشتو امکاناتو به هم له خپلې سیمې او ولسوالیو ساتنه او دفاع کوي. د وزې ځدارن ولسوالۍ يو اوسیدونکی وايي: ((موږ د ځدران اوسیدونکي د امنیتي ځواکونو سره هر وخت همکارۍ ته چمتو یو او هر وخت به له خپلې سیمې دفاع او ساتنه کوو، تر دې وړاندې مو هم له حکومت سره همکاري کړې ده، خو له دې وروسته به یوه وسله وال ته هم اجازه ورنه کړو چې زموږ په سيمو کې فعالیت ولري.))
د وزې ځدراڼ د امنيه قومندانۍ سرپرست سمونمل سردار احمدزی وايي چې د خلکـو د مرستې او همکارۍ په برکـت يې په سيمه کې ډاډمن امنيت تامين دی: ((دومره ډاډمن امنيت چې په دې سيمه او ولسوالۍ کې دی، فکـر کوم د افغانستان په ډېرو نقاطو کې به نه وي او دا ټول د دې قومونو، قبيلو او ځوانانو د مرستې له برکـته دی او لازمه ده چې دې سيمې ته کار هم وشي.)) که څه هم ښواک، ګـرده څېړۍ او وزې ځـدراڼ د پکـتيا ډېرې امن ولسوالۍ دي، خو د سیمې د اوسیدونکو په خبره دوی ته پر دې سربېره هم د بیا رغونې کارونه نه دي شوي. په ډېری برخو کې لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او له حکومت سخت ګیله من دي.
د دوی په خبره، لا هم په دغه سيمه کې ښوونځیو ته په سم ډول لاسرسی نشته او ډېری زده کوونکي يې د ښوونځیو د لرې والي له کبله له زده کړو پاتې کېږي.
دوی دغه راز ټينګار کوي چې صحي خدمات هم په دغه سيمه کې په ټوليز ډول د خلکو د اړتیاوو په کچه نه دي. دوی له حکومت غوښتنه کوي چې په دې برخو کې دې ورته کار وکړي او هغه ډول چې د دغه سيمو امنیت د ډاډ وړ دی باید همدومره پروژې هم پلې شي او دوی ته د کار زمينه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ډېری سيمو کې بیا د امنیتي ستونزو له کبله حکومت نه شي کولای پروژې پلې کړي او ډېر کله د يو شمېر وزارت خانو د بودجې د نه مصرف پلمه هم دا وي چې په ډېری ولایتونو کې د ناامنیو له کبله پروژې نه پلې کېږي. خو په یو شمېر دغه ډول امنو سيمو کې هم خلک شکایت لري چې د حکومت له لوري پروژې نه دي پلې شوې او هغه ډول ورته پاملرنه نه ده شوې چې دوی له حکومت سره د ثبات په برخه کې مرسته کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA