د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، اچین ولسوالۍ کې یې د ځانګړو عملیاتو پرمهال ۸ داعش وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې تېره شپه د اچین ولسوالۍ د پېښې په سیمه کې افغان ځواکونو ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې پرمهال یې ۸ داعش وسله وال وژل شوي او په لسګونه نور یې ټپیان دي.
نوموړی وایي په یادو عملیاتو کې د داعش وسله والو ګڼ شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي او ځینې یې افغان ځواکونو تر لاسه کړې دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


