دا دستور دی چې له درده زګېروی خېژي
کنه څه و د رحمان له شاعرۍ
د هېواد ختیځ ولایت ننګرهار چې څو کاله وړاندې د سولې او امن کور یادېده، اوس مهال ترې هره ورځ د ناامنۍ، جګړې او ناخوالو راپورونه خپرېږي. اوس دې ستونزو او بدمرغيو د دغه ولایت په ادبیاتو او شعر هم اغېز کړی دی او د امن سندرې د ناامنۍ په ساندو بدلې شوې دي.
ننګرهار یوازې څو کاله وړاندې د امن، ارامۍ او سولې په کور شهرت درلود او هره ورځ يې د نوي او ارام ژوند زيري لرل، خو اوس يې هر سهار په ډار، مرګ، تښتونې، غلا، بم او چاودنو پیلېږي.
شاعر وایي:
مرګونه وو دې ښار کې یوه ورځ کراري نه وه
خو بیا هم په امید د ژوندانه ویده کېدم
هر وخت چې د انسان فطري ازادي او خوښي محدوده شوې، نو د هغه په تخليق او ژوند يې هم اغېز کړى، خو دا چې شاعر او ليکوال يو عاطفي موجود دى، نو دغه اغېز ورباندې تر نورو زيات وي، همدا سبب دى چې د ننګرهار ولايت اوسني خراب وضعيت په شعر او ادب تاثير کړى او انعکاس يې په شعر او ادب کې هم څرګندېږي.
ليکوال او کره کتونکى ګل رحمن رحماني چې ننګرهار کې يې ژوند کړى، وايي شاعر او ليکوال په هېڅ صورت له ټولنيز وضعيت نه بې پروا نه پاتې کېږي او د حالاتو تصوير يې د اثارو په هنداره کې ځان څرګندوي.
نوموړی وایي، د سیمي حالات مستقیماً پر لیکوال او شاعر تاثیر لري او همدا ده چې نن د امن او سولې له کوره د شعر په ژبه هم زګېروي او ساندې خپرېږي.
رحماني زیاتوي، که چېرته غمجن او بوږنوونکی وضعیت په شاعر او لیکوال باندې تاثیر ونه کړي، نو دا بیا په جنازه کې د خندا په څېر مثال لري: ((خپله د سیمې وضعیت په شاعر او لیکوال مستقیماً اثر کوي، شاعر هم د دې ټولنې یو جز دی او کله چې پرې تاثیر نه کوي، دا بیا داسې ده لکه یو سړی چې په جنازه کې خاندي.))
له بل لوري د هېواد ځوان شاعر او لیکوال سيد جیلاني جلان وايي، په هره سيمه کې چې جګړه دوام لري، د انسان په ژوند او چاپیریال هم مستقیم اغیز کوي. جلان زياتوي، شاعر هم د چاپېریال موجود او انسان دی، لکه څه ډول چې انسان اغیزمن کیږي همداسې يې احساسات په شعر کې راڅرګندېږي. نوموړی ټينګار کوي چې په افغانستان کې او په ځانګړي ډول ننګرهار کې هم په شعر د وروستیو ناامنیو اغېز زيات دی او بیخي د درد او وحشت ترجماني ده.
نوموړی زياتوي، له همدې کبله ویلای شي، چې د جګړې پر مهال شاعري تر ډېره له درد، فریاد او ناخولو ډکه وي.
په همدې حال کې د هېواد وتلی شاعر پیرمحمد کاروان وايي، په هېواد کې د جګړو، ستونزو او ناخوالو ډېرښت ادب تغذيه کړ او دغه ټولې نادودې، ناخوالې او ستونزې که هنري او ادبي شي د پښتو ادب د رنسانس دوره به وي.
د کاروان په خبره، له شک پرته چې ستونزې، ناخوالې او جګړې ډېر ژر په ادبیاتو کې راڅرګندېږي او د پښتو ادب ستره برخه همدغه ساندې جوړوي. د نوموړي په خبره اوس مهال د ننګرهار ولایت ناامنۍ او ستونزې هم د دغه ولایت په شعر او ادب کې په څرګند ډول لیدل کېږي.
له بل لوري د کابل پوهنتون استاد اجمل ښکلی وايي، په ننګرهار ولایت کې جګړو پر ادب څرګند اغېز کړی، د هغه په باور جګړه پر ادب اغېز لري. جګړه چې څومره شديده او پراخه وي، هغومره يې اغېز پراخه وي، ځکه جګړه د انسان بقا ګواښي او د انسان بقا د ده بنسټي ستونزه ده، ځکه نو جګړه پر ادب اغېز کوي.
نوموړی زياتوي، د جګړې اغېز د ادب پر موضوع هم پرېوځي او پر طرز يې هم. شاعران او ليکوال جګړه ييز موضوعات هم انتخابوي او ژبه يې هم کله د جګړې د اور لمبې نيسي.
د یادولو ده چې ننګرهار ولایت څو کاله وړاندې د افغانستان له امنو ولایتونو او د سولې کور یادېده خو په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د داعش ډلې راپیدا کېدو او هلته د وسله والو طالبانو د فعالیت ډېرېدو هر څه بدل کړل.


