که څه هم په دې شپو ورځو کې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ته له نورو ولایتونو او بهر خلک لیدو او چکر ته راځي، خو د دغه ښار په بېلا بېلو تاريخي باغونو او تفريحي سيمو کې په نشو روږدي ځوانان لیدل کېږي او د دغو پارکونو فضا يې خرابه کړې ده.
که څه هم خلک له لرې سيمو د دغه ښار لیدو ته راځي، خو کله چې دغه ډول يو حالت ګوري، پر خپل راتګ پښېمانه کېږي. خلک وايي، په نشه يي توکو دغه روږدي کسان په رڼا ورځ نشه يي توکي په ازاد بازار کې پېري.
د جلال اباد ښار ډیری اوسیدونکي وایي، که چېرته امنیتي ځواکونه په رښتیني ډول خپله دنده ترسره کړي، کولای شي په یوه ورځ کې د ټول ښار د نشه یي توکو پېرونکي او پلورونکي ونیسي.
د دغه ښار اوسېدونکي محمد اسماعیل کلید ته وویل، د ښار په هر ځای کې د نشه یي توکو د پلور هټۍ نه یوازې معتادینو ته معلومې دي، بلکې امنیتي ځواکونه هم ترې خبر دي، خو دوی یې هېڅ مخنیوی نه کوي.
نوموړی وایي، پولیس چې په ښار کې د نشه یي توکو د پلورونکو مخه نه شي نیولای، نو په لرو پرتو ولسوالیو کې به یې څنګه د کر، پیر، پلور او قاچاق مخه ونیسي: ((پولیس یې ښه ګوري چې دا پوډر، چرس او شراب څوک خرڅوي، خو مخه یې نه نیسي، ته دې پولیسو ته قسم ورکړه چې ایا تاسې ته پکې دوکانداران خپل سهم نه درکوي.))
په همدې حال کې بیا مدني فعال او د چارو شنونکي نورحمان افغانزي کلید ته وویل، ورځ تر بلې په جلال اباد ښار کې خلک په نشو اخته کېږي او اصلي سبب يې هم دا دی چې په ډيرې اسانۍ سره کولای شي نشه يي توکي ترلاسه کړي.
نوموړي پر امنیتي ځواکونو نیوکه وکړه، چې په لوی لاس نه غواړي خپل مسوولیت سم ادا کړي او همدا سبب دی چې د ښار په هر باغ او شنه ساحه کې لسګونه خلک په نشو اخته دي.
افغانزي زياته کړه، چې پر نشو د روږدېدو ډېر عوامل، بېکاري او له ناسمو خلکو سره د ځوانانو ناسته ده: ((بس د دې معتادینو په نوم پیسې را ایستل کېږي، چې درملنه یې کوو او هغه خپلو کې سره وېشي، که چېرته یې پولیس وغواړي په یوه ورځ کې یې مخه نیسي.))
په همدې حال کې بیا د ننګرهار روغتیايي چارواکي وایي، دوی په زوره نه شي کولای معتادین راولي او تر تداوۍ لاندې یې ونیسي، بلکې امنیتي ځواکونه باید په دې کار کې ورسره مرسته وکړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مرستیالې مقدسې معراج کلید ته وویل، چې په ښار کې د نشه یي توکو ازاد پلور او د کار نشت په دغه ولایت کې پر نشه د اخته کسانو تعداد زیات کړی دی: ((موږ خو معتادین په زوره نه شو راوستلای، باید په خپله یا یې کورنۍ او یا هم امنیتي ځواکونه یې درملنې ته راولي، تر هغې چې په ازاد بازار کې خرڅېږي، نو څنګه به معتادین کم شي.))
خو د ننګرهار امنیتي چارواکي دا ردوي، چې ګواکې پولیس دې د نشه یي توکو پلورنکي او پېرونکي نه نیسي، دوی وایي، هڅې يې پیل کړې، خو معتاد کسان په ډېر مهارت سره دغه مواد ترلاسه کوي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې دوی معتادین نیسي، خو له کمې درملنې وروسته یې روغتیايي چارواکي بېرته خوشي کوي.
مشرقیوال زیاتوي، چې ماشومان او په خپله په نشه روږدي کسان دغه توکي پلوري، چې د نیولو هڅې یې روانې دي: ((موږ دا ردوو، چې پولیس دې د نشه یي توکو پلورونکي نه نیسي، موږ یې هر وخت نیسو او د قانون منګولو ته یې سپارو، خو په ځینو سیمو کې خپله معتادین او یا هم ماشومان دغه مواد پلوري.))
جلال اباد ښار کې پر نشو د روږدو کسانو تعداد په داسې حال کې زیاتېږي، چې د یو شمېر عامو وګړو په اند تر هغې چې د نشه يي توکو پر پلورونکو قانون پلی نه شي، شونې ده چې پر دغه ناوړه عادت نور لسګونه کسان هم اخته شي.


