ads

یوه ۱۴ کلن هلک غور ولایت کې ځان وژنه کړې

د غور سيمه ييز چارواکي وايي، یو څوارلس کلن هلک په دې ولایت کې ځان وژنه کړې ده.

نویسنده: sarwan
31 غویی 1396
یوه ۱۴ کلن هلک غور ولایت کې ځان وژنه کړې

د غور سيمه ييز چارواکي وايي، یو څوارلس کلن هلک په دې ولایت کې ځان وژنه کړې ده.
د غور د ولایتي شورا غړی عبدالرحمن عطشان وایي، دا پېښه تېره شپه د دې ولایت په ساغر ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
عطاشان زیاتوي، ياد څوارلس کلن هلک عبدالوکیل نومېده، چې ځان يې په رسۍ راځوړند کړی او خپل ژوند يې پای ته رسولی دی.
دی وايي، د دې پېښې لامل غریبۍ او اقتصادي ستونزې دي.
په ورته وخت کې د غور د والي ویاند، عبدالحی خطیبي د دې پېښې د تاييد ترڅنګ وایي، تر اوسه يې د پېښې لامل څرګند نه دی، خو په اړه پې پلټنې پيل شوې دي او ډېر ژر به يې علت مالوم شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ځان وژنې ډېرې داسې پېښې په لوېديځو ولايتونو کې رامنځته کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA