ads

چپرهار كې ۱۹ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چپرهار ولسوالۍ کې يې د روانو تصفيوي عملياتو په مهال د هوايي او توپچي بريدونو په ترڅ كې ۱۹ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: sarwan
31 غویی 1396
چپرهار كې ۱۹ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چپرهار ولسوالۍ کې يې د روانو تصفيوي عملياتو په مهال د هوايي او توپچي بريدونو په ترڅ كې ۱۹ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې په چپرهار ولسوالۍ کې يې د داعش وسله والو د ځپلو په هدف پيل کړو ګډو عملياتو کې تېره شپه په لنګپور او کنډي باغ سيمو کې ۷ داعش وسله وال وژلي او ۱۲ نور يې ټپيان کړي دي.
نوموړي زياته كړه، په يادو عملياتو کې يو ميل راكټ انداز او يو عراده سراچه ډوله موټر هم افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA