ads

هلمند کې ۱۶وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند سيمه ييز چارواکي وايي، دافغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې د دې ولايت په ګرمسېر او ګرشک ولسواليو کې ۱۶وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

نویسنده: sarwan
31 غویی 1396
هلمند کې ۱۶وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند سيمه ييز چارواکي وايي، دافغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې د دې ولايت په ګرمسېر او ګرشک ولسواليو کې ۱۶وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو شمېر سپکې او درنې وسلې يې هم له منځه وړل شوې دي.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې ياد عمليات په تېرو ۲۴ساعتونو کې د افغان ګډو ځواکونو لخوا ددې ولايت په ګرمسېر او ګرشک ولسواليو په يو شمېر سيمو کې ترسره شوي دي، چې په پايله کې يې ۱۱وسله وال وژل شوي او ۵ تنه ټپيان دي او دغه راز د يادو عملياتو پرمهال ۶۷ کړۍ مايونونه هم کشف او چاودنه ورکړل شوې ده.
خبر پاڼه زياتوي، تېره شپه هم د افغان کمنډو ځواکونو لخوا عمليات د مرکز لښکرګاه ښار په اړندو سيمو کې ترسره شوي دي، چې په ترڅ کې يې ۲ پايې مخابرې، د ۱عدد مخابرې انتن ،۲شاجوره دکلاشنکوپ مرمۍ ،۵۰۰ فېره دافع هوا مرمۍ،۴کيلو ترياک،۳کړۍ ضد وسايط مايونه ،۱پايه مستند دافع هوا،۳فيره د راکټ انداز مرمۍ،۲۱کيلو باروت امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA