ads

لغمان کې د دولت ۱۵وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

په لغمان کې د سېلاب پنځه په نوم د افغان ګډو ځواکونو په تصفيوي عملياتو کې د شنبې په ورځ د دولت ۱۵ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه تنه يې له يو عراده موټر سايکل او يو ميل راکټ انداز سره يو ځاى نيول شوي دي.

نویسنده: sarwan
31 غویی 1396

د لغمان ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې په وژل شويو کې د وسله والو مخالفينو ځينې مهم غړي هم شامل دي.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
سرچينه زياتوي، د عملياتو په مهال د مرکز او الينګار ولسواليو اړوند پهلوان بابا، قلعه نجاران، سرکاتبان، قلعه فتح الله، جاني قلعه، نور محمد خان بانډه، مير عثمان بانډه او ځينې نورې سيمې تصفيه او تلاشي شوې دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA