د خيبر پښتونخوا ايالت کوهاټ سيمه کې نامعلومو وسله والو د پاكستاني پوليسو پر موټرو بريد کړى او د يوه مشر په ګډون يې څلور پوليس وژلي دي.
جيو نيوز د ځايي چارواکو له قوله ليکلي، چې دا بريد نن سهار شوى او په سيمه کې تراوسه د وسله والو او پوليسو ترمنځ ډزې روانې دي.
په پاكستان كې د ردالفساد په نوم د امنيتي ځواكونو عمليات دوام لري، خو بيا هم وسله وال په بېلابېلو ښارونو کې خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.
پرون په شبقدر سيمه کې هم د نامعلومو وسله والو له لوري يوه ښوونځي او يو شمېر نورو ځايونو ته د بمونو غورځولو له كبله ۱۴ تنه ټپيان شول، چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.


