ads

کاپيسا: تېرو دوو ورځو کې ۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د كاپيسا امنيتي چارواكي وايي، له تېرو دوو ورځو راهيسې د تګاب ولسوالۍ په جنوب كې ځانګړو امنيتي ځواكونو له سيمه ييزو پوليسو او د سيمې پاڅون كوونكو سره ګډ عمليات پيل كړي، چې په ترڅ كې يې ۵۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
30 غویی 1396

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، د تګاب په شمشاد سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته كې ۲۵ طالبان وژل شوي او د ولسوال په ګډون يې ۳۲ تنه ټپيان دي.
د نوموړي په خبره، د عملياتو په مهال يو شمېر سيمې د طالبانو له شتونه پاكې شوي او اتو امنيتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې د تېرو كلونو په پرتله د سږ كال پسرلي كې د كاپيسا د ناامنو ولسواليو ډېرى سيمې د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA