ads

هرات کې (د هريوا په لمن کې) دوديزه مشاعره جوړه شوه

د څلورم ځل لپاره په هرات ولايت کې “د هريوا په لمن کې” دوديزه مشاعره جوړه شوه.

نویسنده: sarwan
30 غویی 1396
هرات کې (د هريوا په لمن کې) دوديزه مشاعره جوړه شوه

د څلورم ځل لپاره په هرات ولايت کې “د هريوا په لمن کې” دوديزه مشاعره جوړه شوه.
دا مشاعره د دې ولايت په اختيارالدين کلا کې جوړه شوې وه او د هېواد د بېلابېلو ولايتونو ګڼو شاعرانو په كې ګډون درلود.
د مشاعرې زياته برخه پښتو شعرونو او ويناوو ته ځانګړې شوې وه، خو دري شعرونو ته هم پكې برخه وركړل شوه.
په يادې مشاعرې كې بېلابېلو شاعرانو ګډونوالو ته خپل شعرونه واورول.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس آريا روفيان وايي، د دې ولايت پښتو او دري ژبي شاعران په تېرو څو كلونو كې زياتې لاسته راوړنې لري.
دغه پنځه ساعته مشاعره د هرات د سينمايي کارکوونکو تمثيلي برخې لا پسې رنګينه كړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA