ads

ننګرهار کې ۱۶ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چپرهار ولسوالۍ کې یې د هوایي او توپچي بریدونو له کبله ۱۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: sarwan
30 غویی 1396
ننګرهار کې ۱۶ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چپرهار ولسوالۍ کې یې د هوایي او توپچي بریدونو له کبله ۱۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په کنډي باغ او ماڼو سیمو کې د روانو چاڼیزو عملیاتو پرمهال د هوایي او توپچي بریدونو له کبله د یوه قومندان حمزه په ګډون ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي او ۶ نور یې ټپیان دي.
نوموړی وایي، په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو یو تن له داعش ډلې سره د اړیکو لرلو په تور نیولی او د داعشيانو ګڼ شمېر وسلې یې هم له منځه وړې دي.
مشرقیوال زیاتوي، په یادو بریدونو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA